احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسې د خپلو استادانو دوه تحقیقي مقالې په نړیواله کچه خپرې کړې

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسې ادارې د خپلو ویاړلو استادانو دوه علمي تحقیقي مقالې د Journal for Research in Applied Sciences and Biotechnology په نړیوال ژورنال کې نشر ته وسپارلې.
یادې تحقیقي مقالې د
Evaluation of Impact of Overweight BMI, High Triglyceride,Total Cholesterol, Elevated SBP and High Pulse Rate on Cognitive Ability of
Undergraduates Medical Students
او
Evaluation of Impact of Low Hb, MCV, MCHC and MCH on Cognitive
Ability of Undergraduated Medical Students
تر عنوانونو لاندې د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د علمي کادر غړي نیوروسرجن اشرف عبدالي په هڅو تکمیل او نشر شوي دي.
د یادونې وړ ده چې یاد تحقیق د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې په هڅو او مالي ملاتړ د یادې مؤسسې د علمي کادر غړو لخوا په ۳۸۶ تنه محصلینو ترسره شوی دی.
احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسه معیار ته ژمنه ده او د همدې اصل په تعقیب د نړیوالو معیارونو د طی کولو په لور ګامونه اخلي.
د نشراتو مدیریت
ذکر شوي تحقیقي مقالې په لاندې لېنکونو لیدلی او لوستلی شئ.