د معالجوی طب پوهنځی

دمعالجوي طب پوهنځی

د معالجوي طب پوهنځي  لرلید (Vision)

د معالجوي طب پوهنځی به په راتلونکي کې په ملي کچه د یو با اعتباره، تحصیلي، علمي او څیړنیز بنسټ په توګه مطرح وي.

د معالجوي طب پوهنځي رسالت (Mission)

د معالجوي طب پوهنځی د باکیفیته طبي لوړو زده کړو، علمي څیړنو او د مسلکي مهارتونو د ترسره کولو لپاره داسې زمینه برابره وي، چې پایله یې د ټولنې لپاره د مسلکي او کارپوهه کادرونو روزنه ده.

د معالجوي طب پوهنځي  ارزښتونه (Values)

  • با کيفيته او معاصرې لوړې زده کړې
  • د ملی يووالي ټينګښت
  • اخلاق او کرامت
  • انډولتیا
  • سالمه اداره ،اغېزمنتوب، ګټورتوب
  • اکاډميکه ازادي
  • شفافیت او حساب ورکونه
  • هڅه، خلاقیت او ابتکار

د معالجوي طب پوهنځي موخې (Goals)

  1. په پوهنځي کي مثبت بدلون راوستل، چې د مديريت، استادانو او کارمندانو نقش په واضح ډول معلوم وي، او اداري جوړښت يي د همکارۍ او همغږۍ په چاپيريال کې فعاليت وکړي.
  2. د ښه کيفيت او اړوندو اکاډميکو پروګرامونو وړاندې کول، چې ملي او سيمه ييزو اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د نړيوالې سيالۍوړتيا ولري.
  3. د وړتيا پر بنسټ د مکافاتو د يوه  راڼه اکاډميک  سیسټم رامنځته کول، چې د هغې پرمټ به تدريسي، څېړنيزې چارې او نور خدمات ارزول کيږي.
  4. د يوه داسې علمي چاپيريال رامنځته کول، چې په هغه کې به ازاد بحث ،پوښتنې او رغنده نېوکې د پوهنځي د لوړو نورمونو څخه شميرل کيږي.
  5. د مسؤولو، روښان فکرو او ژمنو هېوادوالو په روزلو کې ونډه اخيستنه، چې د ښې وړتيا لرونکي وي ، ټولګټو او متقابل احترام ته ژمن  وي.
  6. په تدريسي او زده کړه ييزو چارو کې د کيفيت ډاډمن کول، چې تعليمي نصاب يې ملي او سيمه ييزو غوښتنو ته ځواب ويونکى دى.
  7. د لوړو زده کړو، د لنډې مودې کورسونو او د متقابلو ليدنو له لاري علمي کادرونو او د پوهنځي ادارې کارمندانو ته وده ورکول  او په پوهنځي کې د دوامدارو زده کړو د کلتور را ژوندي کول او رواجول.
  8. په پوهنځي کې د څيړنو د کلتور رامنځته کول، چې داسې اړوندې او  هدفمندې څېړنې په کار واچول شي چي د هيواد بې شمېره مشکلاتو او ننګونو په حل کې مرسته وکړي.
  9. د نړېوالو، سيمه ايزو او ملي پوهنتونونو سره د همکارۍ رامنځته کول.
  10. د دوکتورا استادانو د فعلي شمیر دوه چنده کول او د علمي کادرونو د ظرفیتونو لوړول.
  11. د لوړو زده وزارت څخه په ملي کچه اعتبار تر لاسه کول.

د معالجوي طب پوهنځی اړیکی چینل


ازادی مینه تفریحی پارک تر څنګ د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه ځوست افغانستان

93-775-158-888(+)

dean.md@aaihe.edu.af

Social Info

رهنمای ثبت نام

 موږ سره یوځای شئ ترڅو غوره وي.

 احمد شاه ابدالی د لوړو زدکړو مؤسسه

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ

نور یی ولوله

مؤسسۀ تحصیلات عالی احمد شاه ابدالی با استخدام اساتید مجرب و تحصیل‌کرده، به کارگیری سیستم نوین آموزشی و فراهم‌آوری تسهیلات و امکانات تدریسی سعی می‌نماید تا نسل متخصص، تصمیم‌گیر و متعهد را برای امروز و فردای افغانستان تربیت و پرورش دهد.