‏‎ احمدشاه ابدالي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه کې د علمي سمینارونو په روانه لړۍ کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون په اړه یو مهم علمي سمینار ارایه شو

‏‎

نن ورځ د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې د غونډو په تالار کې د ماسټر معراج خان لخوا د علمي سمینارونو په روانه لړۍ کې ( په افغانستان کې پر اقليمي بدلون د کاربن دای اکسايډ او نایتروجن اکسايډونو اغيزې) تر عنوان لاندې علمي سمینار وړاندې کړ.

‏‎ماسټر معراج خان یادونه وکړه چې د افغانستان چاپېریال د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د کاربن ډای اکسایډ او نایتروجن اکسایډونو له امله له سختو ننګونو سره مخ دی.

‏‎نوموړي زیاته کړه چې دا ګازات د سون توکو سوځولو، موټرو او صنعتي فابریکو څخه خپرېږي، او د نړۍ په کچه د اقلیمي بدلون لوی لاملونه ګڼل کېږي.

‏‎ هغه وویل چې دا ګازات د تودوخې درجې په لوړېدو، وچکالۍ او نورو طبیعي افتونو په رامنځته کېدو کې مهم رول لري، چې د افغانستان په اقتصاد او کرنې باندې ژورې منفي اغېزې لري.

‏‎په سمینار کې ګڼ شمېر محصلینو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.

‏‎دوی د موضوع په اړه مفصلې پوښتنې مطرح کړې چې د ماسټر معراج خان لخوا قانع کوونکي ځوابونه ور کړل شول او تر څنګ یې د افغانستان په کچه د اقلیمي بدلون پر وړاندې د پالیسیو جوړولو او عملي اقداماتو اړتیا ته اشاره وشوه.

‏‎دغه ډول سمینارونه په افغانستان کې د اقلیمي پوهاوي لوړولو او د چاپېریال ساتنې لپاره د ګډو هڅو پیاوړي کولو په موخه زیات اغېزمن ګڼل کېږي.

د نشراتو مدیریت

Leave a Reply