د مؤسسې تاریخچه

د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو طبي موسسې پیژندنه

د احمد شاه ابدالي  لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي په  نوښت او پانګونه په خوست ولایت کې تاسیس او د لوړوزده کړو وزارت په چوکاټ کې د  (۴۷)  نمبررسمي جواز په درلودلو د ۱۳۹۱ لمریزکال د جوزا په مياشت کې په رسمي ډول پرانيسته وکړه او يادې مؤسسې د محصلانو د جذب لړۍ پیل کړه .

 د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه په خپل ترکیب کې تردې مهاله یوازې  د معالجوي طب پوهنځی لري، چې په لاندې ډول یې د کانکور ازموینې اخیستي دي:

۱:  لومړی دوره  کانکور ازموینه يې په ۱۳۹۱/ ۳ /۵  نېټه د شيخ زاید پوهنتون د بشپړ نظارت په ترڅ کې  (۱۸۱) تنو زده کوونکو د لوړو زده کړو په موخه د کانکور په ازموینه کې برخه واخیسته، چې له دې جملې څخه (۱۲۹) تنه ( نارینه او ښځینه )  زده کوونکو د طب پوهنځی  ته لار پیدا کړه او په  ۱۳۹۱ / ۳/ ۱۳ نېټه يې لومړی سمستر پیل کړ، چې بالاخره لومړنی تحصیلي  دوره په (۱۳۹۶) لمریز کال کې په بریالیتوب سره پای ته ورسیده. او دهغې له جملې څخه یې ( ۵۷) تنه ځوان کادرونه چې له دې جملې څخه (۳۴) یې اناث وو د معالجوي طب پوهنځی څخه خپلې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.

۲: دویمه دوره کانکور ازموینه په ۱۳۹۲ / ۳ / ۳ نیټه د ټاکل شوي هئیت تر نظارت لاندې

د (۲۲۰) تنو زده کوونکو څخه دلوړو زده کړو په موخه د کانکور ازموینه واخیستل شوه چې له دې جملې څخه (  ۱۴۸ ) تنه ( نارینه / ښځینه ) زده کوونکو د طب پوهنځی ته لار پیدا کړه چې په ۱۳۹۲ / ۲ /۳ نیټه یې لومړی سمستر پیل کړ او په ( ۱۳۹۷) لمریز کال  موسسې (۸۱) تنه فارغین د دویمې دورې په توګه د طبابت په پاک او سپیڅلي مسلک کې په بریالیتوب سره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل، چې د یاد شمیر فارغینو له جملې څخه یې ( ۴۹ ) تنه نارینه او ( ۳۲) تنه ښځینه وو.

۳: دریمه دور د کانکور ازموینه په ۱۳۹۳ / ۲/ ۲ نیټه د ټاکل شوي هئیت تر نظارت لاندې د ( ۲۳۰ ) تنو زده کوونکو څخه دلوړو زده کړو په موخه  کانکور ازموینه واخیستل شوه چې له دې جملې څخه  ( ۱۴۴ ) تنه ( نارینه / ښځینه ) زده کوونکو د طب پوهنځی ته لار پیدا کړه او په ۱۳۹۳ / ۲ / ۲۷ نیټه یې لومړی سمستر پیل کړ. په ( ۱۳۹۸) لمریز کال موسسې(۸۲) تنه فارغین د دریمې دورې په توګه د طبابت په پاک او سپیڅلي مسلک کې په بریالیتوب سره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل، چې د یاد شمیر فارغینو له جملې څخه یې (۵۰) تنه نارینه او ( ۳۲ ) تنه ښځینه وو.

د یادولو ده، چې موسسې د ۱۳۹۱- ۱۳۹۹ کالونو په اوږدو کې ( ۱۲۳۰ ) محصلین جذب کړي او ( ۲۲۰ ) فارغین یې ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

دمؤسسې اړونده آسانتیاوی

  • صنف‌های معیاری و مجهز به ‌امکانات روز
  • کتابخانۀ غنی، مجهز و تخصصی
  • اتاق کامپیوتر مجهز به انترنت پرسرعت جهت استفادۀ محصلین
  • خدمات مشاورۀ تحصیلی و روانشناسی
  • مرکز کاریابی (CDC) جهت مشوره‌‌دهیِ کاری به‌ محصلان
  • فضای سبز وسیع و دل‌نشین.

د مؤسسې اصول

  • تدریس با کیفیت؛
  • شفافیت و پاسخگویی؛
  • مقیّد به نظم و انضباط.

د مؤسسې ارزښتونه

  • با کیفیته لوړې زده کړې
  • یووالی او ملي ګټو ته ژمنتیا
  • اخلاق او درنښت
  • انډولتیا
  • ښه اداره ، اغیزمنتوب او ګټورتوب
  • اکاډمیکه ازادي
  • حساب ورکونه

د فارغ التحصیلانو ټولنه

د محصلینو ټولنه