د احمدشاه ابدالي پوهنتون د رئیس پیغام

د پوهنتون رئیس پیغام
احمدشاه ابدالي پوهنتون د هېواد په کچه پېژندل شوی تحصیلي بنسټ دی، چې په ۱۳۹۱ هـ.ش کال کې یې خپل علمي فعالیتونه پیل کړي او تر اوسه یې ټولنې ته د روغتيايي خدمت په موخه پنځلس دورې فارغان وړاندې کړي دي.
پوهنتون د کمیت او کیفیت له پلوه د پرله‌پسې ودې په حال کې دی. د خپلو ستراتېژيکو موخو د تحقق په برخه کې پام وړ لاسته راوړنې لري، چې یوه مهمه بېلګه یې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې په بهیر کې د ۸۱.۱۱ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره د لومړي پړاو بریالي بشپړول دي.
پوهنتون د علمي، اکاډمیکو، اداري او مدیریتي پرمختګونو ترڅنګ، طب پوهنځي د فارغانو د مسلکي او لوړو زده‌کړو د فرصتونو د پراختیا لپاره هم هڅې کړې دي. له نړیوال روغتیایي سازمان ( WHO ) څخه خپل علمي او اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړی دی. ددې ترڅنګ یې د کاناډا او امریکا هېوادونو له اکاډميک سازمان (ECFMG) سره د غړیتوب حق چې د طب فارغان له دې لارې په مختلفو نړیوالو ازموینو لکه USMLE او نورو معتبرو تحصيلي او تخصصي فرصتونو کې ګډون کولی شي.
د عملي او مسلکي زده‌کړو د پیاوړتیا لپاره پوهنتون د خپلو تدریسي روغتونونو، عبدالي طبي کمپلکس او متون بابا، ترڅنګ د خوست ملکي ولایتي روغتون، د کومکي ۳۰ بستریز روغتون او الشفا روغتیايي مرکز سره د هوکړه‌لیکونو له لارې د محصلینو لپاره د ستاژ او عملي زده‌کړو زمینه برابره کړې ده.
همدارنګه، د بیوشیمي، هستولوژي، مایکروبیولوژي، پرازیتولوژي، مالیکولي بیولوژي، اناتومي او فزیولوژي په برخو کې یې د عملي زده‌کړو لپاره مجهز لابراتوارونه او د مطالعې لپاره فزیکي او ډیجیټلي کتابتونونه برابر کړي دي، چې د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي.
احمدشاه ابدالي پوهنتون د خپل فعالیت له پیل راهیسې د روغتیايي برخې لپاره په ۱۵ روزنيزو دورو کې سلګونه مسلکي کادرونه روزلي دي. د دې بنسټ یو شمېر فارغان د هېواد د طبي شورا او بهرنيو تخصصي ازموینو کې بریالي شوي او اوس په بېلابېلو روغتونونو او روغتيايي ادارو کې په تخصصي زده‌کړو بوخت دي.
د پوهنتون رهبري ژمنه ده چې د باکیفیته تحصیلي خدمتونو، معیاري علمي چاپېریال، عملي مهارتونو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا له لارې داسې ژمن او وړ کادرونه وروزي چې د هېواد د روغتیايي نظام او ټولنې د پرمختګ لپاره اغېزناک خدمت وکړی شي.
درنښت
پوهنيار محب الله الله يار
د پوهنتون رئیس