د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي لنډه بیوګرافي

د پوهاند دوکتور باد شاه زار عبدالي د مرحوم عبد الله خان زوی د خوست ولایت اوسیدونکی او په قوم تڼی دی. نوموړي په ۱۳۳۷ هـ ش کال کې د خوست ولایت د مرکز مربو‌ط د کوټی شمل په کلي کې په یوه غریبه کورنۍ کې نړی ته سترګې پرانستي دي.

ښاغلی په ۱۳۴۳ هـ ش کال کې د خوست ولایت د غرغښت په عالي لیسه کې شامل او په ۱۳۵۵ هـ ش کال کې د یادې لیسې څخه په عالي درجه فارغ شو. په ۱۳۵۶ هـ ش کال کي د کانکورد ازموینې وروسته د کابل طبي پوهنتون د معالجوي طب په پوهنځي کې شامل شو. په ۱۳۶۲ هـ ش کال کې د نوموړي پوهنځي څخه د کادري نمرو په اخیستلو سره فارغ شو.

تر فارغیدو وروسته نوموړي د کابل په علي آباد روغتون، د ابن سینا په صدري روغتون او د پولیسو په مرکزي روغتون کې دندې تر سره کړي دي. د مسلحو قواو په مرکزي څلور سوه بستریز روغتون (د طبي علومو په اکاډمی) کې يي د عصبي جراحي په څانګه کی تخصصي زده کړي تر لاسه کړې او تر تخصص وروسته د یو کال لپاره د پولیسو په ۲۰۰ بستریز روغتون کې دنده ترسره کړي ده.

پوهاند دوکتور ابدالي  په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې يي د پخواني شوروي اتحاد د ازبکستان جمهوریت د تاشکند ښار د دویم ‌طبي انستیتیوت د عمومي جراحی په څانګه کې د دوکتورا (PhD) د لپاره شامل شو. نوموړي په پوره بریا سره په ۱۳۷۰ هـ ش کال د دوکتورا (PhD) دیپلوم د عمومي جراحي په څانګه ترلاسه کړه. نوموړي د عصبي او عمومي جراحي په څانګو کې په اخیرو درو لسیزو کې خپلو هیوادولو ته د قدر وړ طبي خدمتونه او د جراحي ډول ډول عملیاتونه تر سره کړي دي. ده د لومړي ځل لپاره د خوست په ولایت کې د خصوصي سکتور په چوکاټ کې ۳۰ بستریز شخصي روغتون د متون بابا روغتون په نوم رسماً ایجاد کړ. کله چه خوست ولایت ته افغان پوهنتون د پاکستان د پیښور څخه راولیږدول شو، دی د طب پوهنځي د جراحي په دیپارتمنت کې د استاد په حیث وګمارل شو. پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي (۱۸) علمي اثار لري، شپږ جلده یي د جراحي درسي کتابونه دي چې عبارت دي له:

  • د جراحي اساسات
  • په جراحي کې د کلینیکي معایناتو سیستم
  • عمومي جراحي لومړی ټوګ
  • عمومي جراحي دوهم ټوګ
  • د ګیډې د ملحقاتو جراحي
  • عصبي جراحي

چې پورته ذکر شوي ټول کتابونه د لوړو زده وزارت د د معالجوي طب پوهنځی د کوریکولم مطابق دي، چې دا مهال د هيواد په پښتو ژبي پوهنتونونو کې د طب محصلین ورڅخه ګټه پورته کوي.

همدارنګه  د طبابت په برخه کې یې په لسوګونو علمي او تحقیقي مقالې په نړیوالو او داخلي ژورنالونو کې خپرې شوي دي.

برسیره پردی نوموړي په ۱۳۹۱ هـ ش کال کې د خوست میشتو او د جنوب ختیځې حوزې د خویندو او وروڼو لپاره د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو موسسه او په هغې کې د معالجوي طب پوهنځي او وروسته یی د د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي په نوم د روغتیايي علومو انستیتیوت، چې د ټولو خوست میشتو یو لوی ارمان وو تاسیس کړ چې همدا اوس پکې په سلګونو ځوانان او انجونې په زده کړو بوخت دي.

chancellor@aaihe.edu.af
888 851 577 93(+)
ازادی مینه تفریحی پارک تر څنګ د احمدشا هابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه ځوست افغانستان