د پنځه کلن ستراتېژيک پلان تائید او ستراتژیک پلان



د پنځه کلن ستراتېژيک پلان تائید

نېټه: ۱۴۰۳/جدی/۱۱

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د ستراتېژيک پلان کمېټې له لوري چمتو شوی نوی پنځه کلن ستراتېژيک پلان (۱۴۰۴ – ۱۴۰۸ هـ.ل) د مسلکي مراحلو له بشپړولو وروسته د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شو.

یاد پلان، چې د نهو میاشتو دوامدار تخنیکي او علمي کار پایله ده، د مؤسسې د علمي شورا او اداري مشرتابه له تصویب وروسته د وزارت د رهبرۍ له لوري هم رسمي تائید ترلاسه کړ. دغه پلان د لوړو زده کړو وزارت د نوې ستراتېژۍ له لسو اساسي موخو سره سم، ۲۱ مهم ستراتېژيک هدفونه لري چې د مؤسسې راتلونکی پرمختیايي مسیر ټاکي.

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهاند جنت زي د ستراتېژيک پلان کمېټې د غړو هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه، چې دا سند به د مؤسسې لپاره یو مهم پرمختیايي بنسټ وي، چې له مخې به یې د علمي کیفیت، اداري شفافیت او بنسټیزو اصلاحاتو برخو کې محسوس بدلونونه رامنځته شي.

د مؤسسې پخوانی ستراتېژيک پلان د ۱۳۹۸ – ۱۴۰۳ هـ.ل کلونو لپاره جوړ شوی و، چې په بریالیتوب سره تطبیق شو. اوسنی نوی تائید شوی پلان به د ۱۴۰۴ هـ.ل کال له پیل سره تر ۱۴۰۸ هـ.ل پورې د مؤسسې د پراخې ودې لارښود وي.

د مؤسسې مشرتابه د دې ستر پرمختګ له امله ټولو استادانو، کارکوونکو، شریکانو او زده کړیالانو ته مبارکي وایي او باور ورکوي چې د پلان تطبیق به د مؤسسې علمي او اداري ظرفیتونه لا پیاوړي کړي.