د محصلانوچارو مرستیال پېژندنه

ښاغلی نصیب الله صدیقي د پایګل زوی په ۱۳۶۷ کال د متون په خټکي کلي کې زیږیدلی دی، په قوم منګل ، په ۱۳۸۶ کال کې د الفتح لیسې څخه فارغ شویدی، په ۱۳۸۹ کال کې د پکتیا پوهنتون ژبو او ادبیاتو پښتو څانګې ته لاره پیدا کړه. دوهم ټولګي ته یې شیخ زاید پوهنتون ته تبدیلی وشوه. په ۱۳۹۲ کال کې د شیخ زاید د ژبو او ادبیاتو له پښتو څانګې څخه په کادري نمره فارغ او له فراغت وروسته تر نن پورې په بیلا بېلو علمي نهادونو لکه د استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتوت تدریسي مدیر، سرپرست ریاست او همدا رنګه د پوهاند عبدالحی حبیبي د ثانوي دورې سرمعلم او د سلام روغتیایی علومو انستیتوت عامي معاون پاتې شوی دی. هېره د نه وي چې د ۱۳۹۸ کال د حمل په نهمه د JIKA موسسې له لوري د معارف وزارت په چوکاټ کط جاپان هیواد ته د مدیریت د لا غنا په پار ۱۸ ورځینی ورکشاپ ته لیږل شوی و.
اوس مهال نوی د احمدشاه ابدالي پوهنتون د محصلانو چارو د معاون په توګه په دنده وګمارل شو. احمد شاه ابدالي پوهنتون اداره یې په راته راتګ او غړیتوب زیات ویاړياو په ورسپارل شوي دنده کې ورته زیات بریالیتوبونه غواړو.