د کادري بستونو خبرتیا!
وزارت: لوړو زده کړو وزارت
اداره: احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه
ځای: خوست، افغانستان
څانګه: معالجوي طب پوهنځی
د بستونو تعداد:
مالیکولي بیولوژي مضمون یو بست
اسلامي ثقافت مضمون یو بست
داخله مضمون یو بست
جراحي مضمون یو بست
بیوشیمي مضمون یو بست
اناټومي مضمون یو بست
فزیالوژي مضمون یو بست
امتیازات:
اول: په تحصیلي بنسټونو کې د علمي کادر غړو د جذب لایحې سربېره ۲۵ سلنه اضافي مالي امتیازات
دوهم: د انټرنیټ سهولت
دریم: د کتابتون سهولت
د دندو لایحه:
د لوړو زده کړو وزارت د علمي کادر غړو د جذب لایحې او د یادې مؤسسې داخلي طرزالعمل سره سم د استاد اړوند دنده ترسره کول.
د کار اړتیاوې:
زده کړې، تجربه او مهارتونه.
الف: لږ تر لږه لیسانس یا اېم ډي.
ب: ماسټر او دوکتورا لرونکو ته ترجیح ورکول کیږي.
ج: د علمي کادر غړیتوب لپاره شرایط درلودل.
د: کاندید باید له یوه دولتي پوهنتون او یا داسې خصوصي پوهنتون څخه فارغ وي چې بشپړ اکاډمیک اعتبار یې ترلاسه کړئ وي.
هـ: د تدریس په برخه کې لږ تر لږه یوه کلنه کاري تجربه درلودل
ټول علاقمندان او واجد شرایط کسان کولای شي چې خپل د دندې غوښتنلیک، سي وي او تحصیلي اسناد (دیپلوم او ترانسکریپت) د مؤسسې ایمیل ته را واستوي.
hr@aaihe.edu.af
a.aihe@yahoo.com
0776185758
د ازموینې ریفرېنسونه له لاندې لینکونو څخه ترلاسه کولای شئ.
http://https://mohe.gov.af/dr/node/11992
https://mohe.gov.af/dr/node/11977