د احمد شاه ابدالی لوړوزده کړو خصوصي موسسه، د خوست ولایت او همدارنګه د زون په کچه يو ځوان، تحصیلي او په رسمي توګه پيژندل شوی بنسټ دی، چې د (۱۳۹۱) هـ ش کال راهیسې یې په خپلو فعالیتونو پیل کړی دی او تر اوسه پورې يې (۱۰) دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي.
موسسه د کمي اوکیفي اړخه کال په کال د ودې په حال کې ده ، د لومړي ستراتیژیک پلان د تطبیق په پایله کې موسسه ډیرې سترې لاسته راوړنې لري، چې د هغې له جملې څخه د کیفیت او اعتبار ورکونې بهیر د لومړي پړاو تر لاسه کول دي. موسسې وکولای شول، چې د ۸۱.۱۱٪ نمرو په اخیستلو سره د کیفیت او اعتبار ورکونې لومړی پړاو تر شا پریږدي ، اما سره له دې هم ستونزې او ننګونې په مخ کې شته، چې اغیزمن، نه ستړي کیدونکي کار او فعالیت ته اړتیا لري.
په کمي او کیفي کچه د تحصیلي، اکادمیکو، اداري او مدیریتي پرمختګونو تر څنګ، موسسې د خپلو فارغینو د تحصیلي سند او د بعدي زده کړو د دوام لپاره د طبي لوړو زده کړو د اعتبار ورکولو له نړیوال روغتیایي سازمان ( WHO ) څخه خپل علمي او اکاډمیک اعتبار ترلاسه کړی دی. او ددې ترڅنګ یې د کاناډا او امریکا هېوادونو له علمي سازمان (ECFMG) سره د غړیتوب حق چې د طب فارغین له دې لارې په مختلفو نړیوالو ازموینو لکه USMLE او نورو کې ګډون کولی شي.
د یادولو وړ ده چې د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه د پاکستان له طبي شورا PMC سره د یاد اکاډمیک نهاد راجسټر کېدل هغه څه دي، چې ددې مؤسسې د کاري ډلې پرله پسې هڅې او محصلینو ته ژمنتیا ثابتوي.
احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه ځوان نسل ته د باکیفیته تدریسي خدمتونو ترڅنګ د عملي مهارتونو د زده کړو په موخه د ستاژ او عملي کارونو لپاره د موسسې د طب پوهنځی تدریسي روغتونونو (عبدالي میډیکل کمپلیکس او متون بابا ) سربیره د هوکړه لیکونو له مخې د خوست په ملکي ولایتي روغتون، د کومکي په ۳۰ بستریز روعتون او د الشفا په روغتیایي مرکز کې کڼې اسانتیاوې رامنځته کړي دی.
موسسې د استادانو او محصلانو د تدریسي او تجربوي وړتیاوو د غوړیدا په موخه، د بیوشیمي، هستولوژي، مایکروبیالوژی، پرازیتولوژی، مالیکولي بیالوژی، انتاتومی او فزیالوژی په څانګو کې د عملي کار لپاره مجهزې لابراتواري خونې، د ښې مطالعې په موخه د فزیکي او انلاین ( ډیجیټالي ) کتابتون اسانتیاوې برابرې کړي دي، چې په راتلونکي کې به لا پسې پیاوړي شي.
د تاسیس د کلونو راهیسې احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسې د افغانستان لپاره په روغتیایي برخه کې وړ او مسلکي کادرونه روزلي، چې د هیواد د طبي شورا د ازموینې څخه بریالي راوتلي او نن ورځ د هیواد په بیلابیلو روغتونونو کې تخصوصي زده کړې کوي. په همدې اساس د یادې موسسې رهبري هڅه کوي چې په روغتیایي زده کړو، غښتلیو مهارتونو، پوهې او د مسلکي وړتیاوو په لرلو سره وړ کادرونه خپلې ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کړي.