د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې په مالي همکارۍ د برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې په مالي همکارۍ د برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د خوست ښار په څلورمه ناحیه کې د روښنایۍ پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. دغه پروژه د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې په مالي مرسته بشپړه شوې ده، چې ټول لګښت یې ۱.۲ میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.

پروژه د خوست تفریحي پارک په مسیر کې د څراغونو نصبول، ګلدانونو ترمیم، ګلانو او نیالګیو ته د اوبو رسولو سیستم په بر کې نیسي.

 د پرانیستې په مراسمو کې د یادې مؤسسې بنسټګر پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي د ښاروالۍ له مسؤلینو مننه وکړه، چې له خصوصي سکتور سره ښې اړیکې ساتي او ښار یې د ټولو ګډ کور یاد کړ.

 نوموړي زیاته کړه چې د ښار په ښکلا کې به دا د دوی وروستۍ ونډه نه وي، بلکه له دې وروسته به هم له ښاروالۍ سره د مختلفو رغنیزو پروژو په بشپړولو کې اوږه په اوږه همکاري کوي.

خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د دې پروژې د بشپړیدو په برخه کې د خصوصي سکتور رول مهم وباله او زیاته یې کړه چې په ښار کې د ښاري ښکلا او رغونې په برخه کې به خصوصي سکتور ته نورې پروژې هم سپارل کیږي. نوموړي د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې له بنسټګر او مسئولینو مننه وکړه او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

په مراسمو کې د ښاروالۍ له لوري د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې مؤسس، پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي ته مننلیک هم وړاندې شو.

Leave a Reply