

د مؤسسې رهبري شورا له اداري کارکوونکو او استادانو سره ناسته وکړه
د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې بنسټګر پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي، د یادې مؤسسې رئیس پوهاند ګل محمد جنت زی، د مؤسسې علمي معاون ماسټر شمس مراد او د معالجوي طب پوهنځي رئیس متخصص ډاکټر یعقوب له استادانو او اداري کارکوونکو سره ناسته وکړه.
په ترسره شوې ناسته کې د استادانو او محصلینو لخوا د علمي سیمنارونو د ارایه کولو اړوند بحث ترسره شو، ددې تر څنګ په هر سمستر کې د کریکولم مطابق د موضوعاتو په بشپړولو ټینګار وشو.
د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې په اداري ناسته کې له استادانو وغوښتل شول چې هر یو خپله انفرادي دوسیه تکمیل کړي تر څو د تضمین کیفیت په پروسه کې له نیمګړتیاوو سره مخ نشي.
د یادونې وړ ده چې په ناسته کې د ارشاد دعوت اړوند موضوعاتو باندې هم بحث او پرېکړې ترسره شوې.
په وروستیو کې د استادانو لخوا هم یو شمېر وړاندیزونه او نیوکې شریکې شوې چې د مؤسسې د رهبري شورا غړو له ځان سره یاداښت کړې او ډاډ یې ور کړ چې تر ممکنه حده به ورته لاسرسی کوي.
د نشراتو مدیریت