د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې دوو استادانو د علمي کادر د غړیتوب او علمي رتبې تثبیت په موخه علمي کنفرانسونه وړاندې کړل

په وروستیو کې د استاد عصمت الله څپاند او استاد مدیر مرشد علمي کنفرانسونه د ژوري هیئت لخوا وارزول شول او پایله یې مثبته اعلان شوه.

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې استادانو متخصص ډاکټر عصمت الله څپاند او متخصص ډاکټر مدیر مرشد د علمي کادر د غړیتوب او علمي رتبې تثبیت په موخه په شېخ زاید پوهنتون کې علمي کنفرانسونه وړاندې کړل.

په پیل کې د شېخ زاید پوهنتون د طب پوهنځي رئیس پوهندوی سیدرحیم شاه شمل وال او د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې علمي معاون ماسټر شمس مراد خبرې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د یوې خصوصي تحصیلي مؤسسې استادان د علمي کادر غړیتوب ترلاسه کوي او په دې ډول سره د یادو بستونو له حقوقو او امتیازاتو برخمن کیږي.

ورپسې د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې معالجوي طب پوهنځي استاد متخصص ډاکټر مدیر مرشد د (Chronic Supporative Otitis Media) یا (CSOM) تر عنوان لاندې چمتو شوی علمي کنفرانس وړاندې کړ او د ګډونوالو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه وویل.

له هغه وروسته د یادې مؤسسې معالجوي طب پوهنځي استاد متخصص ډاکټر عصمت الله څپاند د (Hypertrophic Cardiomyopathy) تر عنوان لاندې چمتو شوی علمي کنفرانس ارایه کړ او د یادې موضوع په تړاو یې تازه او مفصل معلومات وړاندې کړل او د ګډونوالو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه وویل.

د یادونې وړ ده چې دواړه استادان به په نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول د علمي کادر غړیتوب ته شامل شي.

د نشراتو مدیریت

Leave a Reply