احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسې او منځنیو طبي زده کړو انسټیټیوټ د ایران هېواد آزاد اسلامي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لاسلیک کړ

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسې او منځنیو طبي زده کړو انسټیټیوټ د ایران هېواد آزاد اسلامي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تړون لاسلیک کړ

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسې او د منځنیو طبي زده کړو انسټیټیوټ د ایران هېواد له ازاد اسلامي پوهنتون سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې پر اساس به یې د ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې او د منځنیو طبي زده کړو انسټیټیوټ محصلین وکولی شي چې د یاد پوهنتون په روزنیزو او تحصیلي پروګرامونو کې ونډه واخلي.

د ایران هېواد ازاد اسلامي پوهنتون په نړیواله کچه له معتبرو تحصیلي نهادونو څخه یو دی، چې د افغانستان په شمول په متحده عربي اماراتو، قطر او لسګونو نورو هېوادونو کې څانګې لري.

یاد پوهنتون د سیمې او نړۍ په کچه شاوخوا څلور سوه لنډ مهالې او اوږد مهالې روزنیزې تحصیلي برنامې لري چې په مختلفو برخو کې د لسانس، ماسټر او دوکتورا تر کچې محصلین پکې روزل کیږي.

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسه او د منځنیو طبي زده کړو انسټیټیوټ ویاړ لري چې د لاسلیک شوي تړون په اساس په یادو شوو برنامو کې د خپلو محصلینو لپاره د ګډون زمینه مساعدوي او د دوی د ښه پرمختګ لپاره په نړیواله کچه اسانتیاوې برابروي.د یادونې وړ ده، چې د نورو دولتي او خصوصي تحصیلي نهادونو محصلین که د ازاد اسلامي پوهنتون په سلګونو حضوري او انلاین برنامو کې د ګډون هیله لري نو ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسه ورته په یادوو شوو برنامو کې د ګډون او زده کړې چانس برابرولی شي.

نشراتو مدیریت

Leave a Reply