متخصص ډاکټر عصمت الله څپاند په یوې مهمې موضوع علمي سیمنار وړاندې کړ
د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې استاد متخصص ډاکټر عصمت الله څپاند د مؤسسې استادانو، محصلینو او د بېلابېلو طبي او علمي نهادونو نماینده ګانو ته په یوه مهمه طبي موضوع علمي سیمنار وړاندې کړ.ډاکټر عصمت الله څپاند د (A Descriptive Study of Iron Deficiency Anemia in the Adult Population of Khost Province) تر عنوان لاندې خپل علمي سیمنار ګډونوالو ته ارایه کړ.نوموړي په خوست ولایت کې په کاهلو اشخاصو کې د اوسپنې د کمښت له وجې د کمخونۍ (Anemia) اړوند تفصیلي معلومات وړاندې کړل، او د یادې روغتیایي ستونزې په عواملو، ځانګړنو او حل لارو یې د تازه او معاصرو طبي میتودونو او څېړنو له مخې معلومات وړاندې کړل، چې د سیمنار د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل.په وروستیو کې د سیمنار ګډون کوونکو د یادې شوي روغتیایي ستونزې په تړاو خپلې پوښتنې له محترم استاد څپاند څخه مطرح کړې، چې دده له لوري هم ورته په سړه سینه قانع کوونکي ځوابونه وویل شول.
د نشراتو مدیریت