د مهارتونو د لوړاوي په موخه محصلینو ته په عالي معیارونو برابرې عملي زده کړې د معمول په څېر روانې دي

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځي محصلینو ته دا ځل د کریکولم مطابق د پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي او د یادې مؤسسې استاد متخصص ډاکټر قدرت الله لخوا په مختلفو برخو کې د تیوري مطابق عملي ساعتونه واخیستل شول.پوهاند دوکتور عبدالي د یادې مؤسسې د یوولسم سمستر محصلینو ته د (Subdural Hematoma, Haemorrhagic Stroke, MRI, ST-Scan) اړوند عملي لکچر وړاندې کړ او په یاده برخه کې یې محصلینو ته د معاصرې عالي ټکنالوژي په شتون کې یاد موضوعات په پوره تفصیل تشریح او تدریس کړل.ددې ترڅنګ متخصص ډاکټر قدرت الله د لسم سمستر محصلینو ته (په ماشومانو کې اسهال، کنترول، درملنه او اختلاطات) تر عنوان لاندې عملي لکچر وړاندې کړ او په دې برخه کې یې مهم نقاط د محصلینو د پوهاوي لپاره په ډاګه کړل.

Leave a Reply