د لیونارډو شوابیر اېوارډ ګټونکي پوهندوی ډاکټر بسم الله شېوامل علمي سیمنار وړاندې کړ

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د غونډو په تالار کې په جرمني هېواد کې د مېشت افغان کادر او په نږدې وختونو کې د لیونارډو شوابیر اېوارډ ګټونکي پوهندوی ډاکټر بسم الله شېوامل لخوا د Vacuum Theraphy in Infected Wounds تر عنوان لاندې علمي سیمنار ارایه شو.

په دغه علمي سیمنار کې د یادې مؤسسې بنسټګر پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي، د مؤسسې رئیس پوهاند ګل محمد جنت زي، علمي معاون استاد محمد حنیف معاذ، د ډاکټرانو شورا رئیس ډاکټر عبدالحکیم، د مؤسسې استادانو، محصلینو او د خصوصي او دولتي نهادونو ګڼ شمېر استازو ګډون کړی و.

د سیمنار تر څنګ د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې اداري غړو او محصلینو د ډاکټر شېوامل د ستاینې په موخه لوړ مراسم هم نیولي وو.

په پیل کې د مؤسسې بنسټګر پوهاند عبدالي ډاکټر بسم الله شیوامل ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسې غړي او محصلین د افغانستان د وتلي کادر ډاکټر شېوامل شتون او قدردانۍ د مؤسسې او په ټوله کژ د خوست ویاړ بولي.

د خوست د ډاکټرانو شورا رئیس ډاکټر عبدالحکیم د ډاکټر بسم الله شېوامل هڅې وستایلې او د درناوي په موخه یې نوموړي ته د خوست د ډاکټرانو د شورا په استازیتوب یو ستاینلیک هم ډالۍ کړ.

د غونډې او سیمنار په پای کې د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د ادارې لخوا استاد بسم الله شېوامل ته یو اېوارډ هم ډالۍ شو.

د نشراتو مدیریت

Leave a Reply