د ځمکې نړیواله ورځ د نیالګیو په کېنولو سره ولمانځل شوه

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځي محصلینو د ځمکې د ورځې (The Earth Day) د نمانځنې په موخه د محصلینو چارو معاونیت په هڅو د یادې مؤسسې په انګړ کې نیالګي کېنول.
د محصلانو چارو معاون صدیق الله خوښي وښوده، چې محصلینو په پوره مینه د چاپېریال په سمسورتیا کې ونډه واخیسته او د پوهنتون شاوخوا یې د نیالګیو په کېنولو ښایسته او زرغونه کړه.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې سره به محصلین لا ډېر د چاپېریال د زرغونتیا په اهمیت وپوهیږي او د روغتیا په تضمین کې به د نیالګیو او سمسور چاپېریال له ارزښت خبر شي.
د نشراتو مدیریت

Leave a Reply