فارغ التحصیل ډاکټرانو ته خبرتیا!

دا چې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو فارغ التحصیل محصلینو ته د دولتي پوهنتونونو غوندې د دیپلوم د ورکړې لړۍ پیل شوې، نو احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسه هم ویاړي، چې د محصلینو دغه لویه هیله پوره کوي او د دوی بار بار غوښتنو ته مثبت ځواب وايي.
احمدشاه ابدالي د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه خپلو ټولو فارغ التحصیل محصلانو ته خبر ور کوي، چې د دیپلومونو د طۍ مراحل او ترلاسه کولو لپاره د یادې مؤسسې ادارې ته تشریف راوړي او ثبت نام وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د ثبت نام په پروسه کې هغه محصلین چې تحصیلي اسناد یې اخیستي او هم هغه محصلین چې لا یې خپل تحصیلي اسناد نه دي ترلاسه کړي، باید ګډون وکړي.
په درنښت