خبرتیا!

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو مؤسسه ویاړي، چې به نړیواله کچه یې د خپلو محصلینو او استادانو د علمي سویې او تدریسي مهارتو د لوړاوي لپاره د نړۍ له معتبرو پوهنتونونو سره د هوکړه لیکونو له مخې د غوره پروفیسورانو او ډاکټر صاحبانو لخوا ښوونیز سیمنارونه او انلاین تدریسي ورکشاپونه دایر کړي.
ددې لپاره چې د یادو سیمنارونو ګډونوال د ترلاسه کړو معلوماتو له معنوي ګټو برخمن واوسي، نو د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې ادارې او د یاد پروګرام د تمویلوونکو په همغږۍ به ټول محترم ډاکتر صاحبان او محصلین په رسمي ډول له دغو نهادونو سره ثبت او راجستر شي، چې په راتلونکي کې ورته د لاسته راوړنو او پرمختګ نور چانسونه هم برابر شي.
ددې لپاره چې له موږ سره په ذکر شوي انلاین ښوونیز پروګرام کې په رسمي توګه ثبت شئ، نو خپله CV مو په لاندې واټساپ شمېره را ولیږئ.
نوټ: خپلې CV د ۱۴۰۲/۱۰/۲۸ نېټې پوري زمونږ سره شریکې کړئ 0778226535
د الکترونیکي زده کړو کميټه