د ښار مېشتېدنې کلتور د غوره طرحو په مناسبت په دایر شوي کنفرانس کې د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې ادارې لخوا ورکړل شوې طرحې لومړی مقام ترلاسه کړ

نن پنجشنبه د خوست ښاروالۍ په کوربتوب د ښار مېشتېدنې کلتور د غوره طرحو کنفرانس ترسره شو، چې د ښاروالۍ مشرتابه، د ولایت مقام، اطلاعاتو او کلتور ریاست، خوست ملي راډیو تلویزیون مسئولینو، د احمدشاه ابدالي طبي لوړو زده کړو مؤسسې استازو سربېره پکې د خوست شېخ زاید پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو استازو ګډون درلود.
د ښاري حکومتولۍ امر محمدالله شیرزي د ښار مېشتېدنې د کلتور اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې دغه برخې ته د نه پاملرنې له کبله د خوست سربېره د هېواد ګڼ شمېر ښاریان د ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې همدغه ستونزو ته د حل په موخه یاد کنفرانس دایر شوی، چې په دې برخه کې له اکاډمیکو نهادونو د طرحو د شریکولو غوښتنه شوې.
د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې استاد معراج خان د یاد تحصیلي نهاد په استازیتوب ترتیب شوې طرحه وړاندې کړه، چې په شپږو مواردو باندې مشتمله وه.
استاد معراج خان د ښار مېشتېدنې کلتور تر عنوان لاندې په ترتیب شوې طرحه کې د شپږو مواردو له جملې؛ عامه پوهاوی، د منظم ښاري پلان جوړول، د دولت له لوري د ښاري کلتور له سرغړوونکو سره قانوني چلند، د ښاري کلتور په ترویج کې د ټولو دولتي او غیر دولتي ارګانونو ونډه او همکاري، ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ته د ښاري خدماتو غځول او د ښار مېشتېدنې کلتور په رایجولو کې د باسواده قشر ونډه اخیستنه؛ یاد کړل.
ورپسې د خوست شېخ زاید پوهنتون او پامیر لوړو زده کړو مؤسسې مؤظفو استادانو د ښار مېشتېدنې کلتور اړوند ترتیب کړې طرحې د ارزونې کمېټې په شتون کې د کنفرانس ګډونوالو ته واورولې.
په وروستیو کې د ازونې کمېټې له لوري د وړاندې شوو طرحو له منځه د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې له لوري ترتیب شوې طرحه د غوره طرحو په قطار کې حساب شوه او لومړۍ مقام یې وګاټه.
د ښاروالۍ ادارې له ټولو اکاډمیکو نهادونو مننه وکړه، چې په یاده برخه کې یې تر ممکنه بریده همکاري ترسره کړه او ژمنه یې وکړه، چې تر ټولو غوره طرحه به د جنوب ختیځ زون په کچه دایرېدونکي کنفرانس کې د وړاندې کولو په موخه له مرکز سره هم شریکه شي.
د نشراتو مدیریت