د راتلونکي پسرلني سمستر اړوند د محصلینو له نماینده ګانو سره ناسته ترسره شوه

د راتلونکي پسرلني سمستر اړوند د محصلینو له نماینده ګانو سره ناسته ترسره شوه
نن ورځ د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال استاد محمدحنیف معاذ او د معالجوي طب پوهنځي رئیس متخصص محمد یعقوب او اداري غړو د یادې مؤسسې د معالجوي طب پوهنځي د محصلینو له نماینده ګانو سره د تېر سمستر د عمومي ارزونې او د ۱۴۰۳ کال د پسرلني سمستر اړوند ناسته ترسره کړه.
په ناسته کې د محصلینو نمایندګانو د تېر سمستر اړوند خپلې نیوکې او سالمې غوښتنې له ادارې سره شریکې کړې او د راتلونکي سمستر لپاره یې خپل رغنده نظریات وړاندې کړل.
د مؤسسې علمي مرستیال استاد حنیف معاذ او د معالجوي طب پوهنځي رئیس د دوی د نظریاتو له شریکولو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې راتلونکی سمستر به له ګڼ شمېر مثبتو بدلونونو او نوښتونو سره پیلوي.
د نشراتو مدیریت