د کیفیت لوړونې آمریت معرفي او تاریخچه

په دې ورستیولسیزو کې د هیواد په کچه ګن شمیر دولتي او د خصوصي پوهنتونه لوړو زده کړو مؤسسې او بنسټونه جوړ او ډیر شمیر محصلین په هغوی کې په زده کړو ( تحصیل ) او څیړنو بوخت ديد دې لپاره چې په زده کړه ییز ( تحصلي ) او څیړنیز بهیر کې ښه والی ، ګټورتوب او اغیزمنتوب رامنځ ته شي د ۱۳۹۰ هـ ش کال په وروستیو کې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکوني ترعنوان لاندې ځانګړی بهیر پیل شو ، چې د دې بهیر د ښه منظم او بریالیتوب لپاره د لوړو زده کړو وزارت په کچه د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو اکاډمیک ریاست او په هغه کې اکاډمیک بورد او هم په تحصلي بنسټونو کې د کیفیت لوړولو آمریتونه او د کیفیت تضمین او لوړولو کمیټې ایجاد او عملاً یې په هڅو او فعالیت پیل وکړه د کیفیت لوړولو او اعتبارورکولو بهیر چه ( ۱۱) معیارونه او دري پراوونه لري په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې احمد شاه ابدالي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه کې پیل او د لوړو زده کړو وزرات کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو ریاست  ګڼه لیک او ورسره مل د ارزوني بشپړ ګزارش پربنسټ د (٪ ۸۰،۱۴ ) سلنه نمبرو په ترلاسه کولو سره لومړي پړاو (مرحله ) ترلاسه کړي ددې بهیر دوهم پړاو ته نوماندیو ، بشپړ تیاری او چمتووالی موجود او د وزرات محترم مقام بازنګرۍ او ارزونو ته سترګې په لاره یو