د محصلانوچارو مرستیال پېژندنه

ښاغلی صديق الله صديق تڼی د بادشاه زالدین زوی په ۱۳۷۵ کال د خوست ولايت تڼيوولسوالۍ په ترخېلو کلي کې زيږيدلی چې خپلې ثانوي زده کړې يې د خوست ولايت مرکزي الفتح عالي ليسه کې تر لاسه کړي، نوموړي نيمه لوړې زده کړې د خوست ولايت مرکزي کثيرالرشتوي انسټيټيوټ معلوماتي ټيکنالوژۍ په برخه کې ترلاسه کړې چې بيا د احتصاصي کانکور له مخې د خوست ولايت پامير خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې ته بريالی شو او خپلې لوړې زده کړې يې د يادې مؤسسې کمپيوټرساينس پوهنځي په عمومي ډيپارټمنټ کې بشپړې کړې. نوموړي خپله دنده په خصوصي ښوونځي کې د استاد په صفت پيل کړه چې بياوروسته د غوښتنو پر اساس شمس لندن خوست څانګې ته د استاد په صفت وغوشتل شو په ياد ښوونځي کې د کاري وړتياوو پر بنسټ د اټي مديريت ورکړل شو، وروسته د داخلې مديريت او بيا د ليسې مدير په صفت وټاکل شو د وخت له غوښتنو سره سم يې په احمدشاه ابدالي خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه کې د تدريسي مدير او کمپيوټر استاد په توګه دنده پيل کړه چې له  دريو کالو غوره مديريت او کار کړنې له امله د محصلانو چارو معاونيت بست ته ارتقا‌ء ورکړل شوه.