ښاغلی شمس الله مراد د حاجي محمد الف زوی په ۷/ جدي/۱۳۶۹ هـ ش نېټه د هجرت په دیار کې د پیښاور په شاهین ټاون کې په یوه روشنفکره کورنۍ کې دغه نړۍ ته سترګې وغړولې، د مجاهدینو د بري وروسته خپل اصلي استوګنځي خوست ولایت ته د خپلې کورنۍ سره یو ځای راستون شو، چې خپلې لومړنۍ زده کړې یې د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ د سوري پاڼ په ابتدایه ښوونځي کې، متوسطه زده کړې یې د صبریو په عالي لیسه کې پیل کړې، چې بیا یې خپلې ثانوي زده کړې د خوست په الفتح عالي او مرکزي لیسه کې په اعلی درجه په ۱۳۸۷ هـ ش کې پای ته ورسولې، چې په ۱۳۸۹ هـ ش کال کې د کانکور ازموینې له لارې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته بریالی شو او په ۱۳۹۲ هـ ش کال کې د همدې پوهنځي څخه په کادري نمرو فارغ شو.
له فراغت وروسته یې د مختلفو ادارو سره بریالی دندې ترسره کړې، چې له دې بریالیو ماموریتونو د اجرآ ترڅنګ یې د استاد حکیم تڼیوال انستېتیوت د مسؤل په صفت په ۱۳۹۵ هـ ش کال کې دنده پیل کړه. د دندې په دوام ښاغلي شمس الله مراد وغوښتل چې خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي، چې د قوي هوډ په درلودو سره یې د کابل دعوت پوهنتون د روابط بین الملل په څانګه کې په ۱۳۹۷ هـ ش کال کې ماسټري پیل کړه او په پوره بریالیتوب سره یې دا دوره هم په ۱۳۹۸ هـ ش کال کې پای ته ورسوله.
په مختلفو نهادونو کې د دندو د اجراء پر وخت د نوموړي موثر او فعال استازیتوب ددې سبب شو، چې د میدیوتیک افغانستان سره د سولې د ځوان سفیر د لقب په خپلولو سره د خوست ولایت د میدیوتیک افغانستان د ځوانانو د رهبري بورډ غړیتوب ترلاسه کړي. همدا شان په ملي کچه د هیواد په ګوټ ګوټ کې د لسګونو سیمینارونو او ورکشاپونو د ګډون ویاړ هم د ځان سره لري، چې له برکته یې په ۱۷/۰۴/۱۴۰۰ هـ ش نېټه د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسې د تضمین کیفیت د امر په صفت دنده پیل کړه، د څه کم دریو کالونو بریالي ماموریت وروسته د مؤسسې د رهبرۍ په لوزوم دید او د مؤسسې علمي شورای په منظورۍ په ۱۹/۰۲/۱۴۰۳ نېټه د نوموړي مؤسسې د علمي چارو د مرستیال په توګه وټاکل شو او رسمآ یې خپله دنده پیل کړه.