د معالجوی طب پوهنځی

دمعالجوي طب پوهنځی

د معالجوي طب پوهنځي  لرلید (Vision)

معالجوي طب پوهنځی هڅه کوي، چې د باکیفیته طبي زده کړو، علمي څېړنو او طبي خدمتونو په وړاندې کولو سره، په ملي او نړیواله کچه غوره، تحصیلي او علمي بنسټ واوسي.

د معالجوي طب پوهنځي رسالت (Mission)

معالجوي طب پوهنځی د یوه علمي او تحصیلي بنسټ په توګه، د ملي او نړیوالو معیارونو مطابق طبي زده کړې، علمي څېړنې او طبي خدمتونه وړاندې کوي او د هېواد د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ځوان نسل په مسلکي ډول روزي.

د معالجوي طب پوهنځي  ارزښتونه (Values)

  • اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا؛
  • د باکیفیته او معیاري طبي لوړو زده کړو وړاندې کول؛
  • د علمي څېړنو او څېړنیز فرهنګ پراختیا؛
  • په علمي او اداري چارو کې استقلالیت، شفافیت او حساب ورکونه؛
  • د اکاډمیکې ازادۍ مراعاتول؛
  • سالمه اداره، اغېزمنتوب او ګټورتوب؛
  • له کورنیو او بهرنیو علمي او روغتیايي بنسټونو سره د همکاریو پراختیا؛
  • هڅه، خلاقیت او نوښت.

د معالجوي طب پوهنځی اړیکی چینل


ازادی مینه تفریحی پارک تر څنګ د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه ځوست افغانستان

93-775-158-888(+)

[email protected]

Social Info

رهنمای ثبت نام

 موږ سره یوځای شئ ترڅو غوره وي.

 احمد شاه ابدالی د لوړو زدکړو مؤسسه

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک باندې کلیک وکړئ

نور یی ولوله