ښاغلی مبارز محمد ځدراڼ د زامېل ګل زوی چې د خوست ولایت د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ځدراڼ کوټ کلي اوسېدونکی دی، په ۲۶-۱۲-۱۳۶۳ هـ ش کال د کوزې پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې زیږېدلی چې خپلې ثانوي زده کړې یې د خوست ولایت په محمد صدیق روهي عالي لېسه کې بشپړې کړې او وروسته د کانکور په ازموینه کې له بریالیتوب وروسته د خوست شېخ زاید پوهنتون د اداره او تجارت له پوهنځي څخه په ۲۰۰۷ مېلادي کال کې فارغ التحصیل دی.
نوموړی لا محصل وو، چې د ژورنالېزم او لیکوالۍ سره د ځانګړې مینې او علاقې پربنسټ یې د خوست په سیمه ییزو راډیوګانو کې د ویاندویۍ او خبریال په صفت کار پيل کړ او د پوهنتون له فراغت وروسته په میدان وردګو ولایت میدان ښار کې د میدان غږ راډیو مسؤل وټاکل شو.
په میدان وردګو ولایت کې له ۲۰ میاشتنۍ دندې وروسته د اداري اصلاحاتو پروسې د لارې د ازاد رقابت په ترڅ کې د خوست ولایت مقام ویاند او د اطلاعاتو او عامه اړیکو د مسؤل په صفت مقرر شو چې اته کاله یې په دغه بست دنده ترسره کړه.
همدا راز نوموړی د چنار مهالنۍ مجلې بنسټګر او مسؤل مدیر، د خوست ولایت مقام ولس آرمان مجلې مسؤل مدیر او د خوست ولایت مقام د جوړښت په نوم د اوونیز اخبار مسؤل مدیر هم پاتې شوی دی.
ورپسې په ۲۰۱۸ مېلادي کال کې د جمهوري ریاست د تشریفاتو په ریاست کې د کارمند په توګه مقرر شو چې په کم وخت کې یې د خپلې وړتیا په ښودلو سره د جمهوري ریاست د چارو ادارې ته د ارشد کارشناس او ورپسې همدې اداره کې په لومړي بست کې د تحقیق متخصص وګمارل شو. نوموړي د تحقیق او پالېسۍ په برخه کې د مختلفو وزارتونو په پالېسیو کې د لا ښه والي، مثبت بدلون راوړلو او په ټولنیزو، اقتصادي، بیارغونې او علمي برخو کې د جمهوري ریاست عالي مقام ته زیات شمېر طرحې لیکلي او منل شوې دي.
وروستۍ دنده یې د جمهوري ریاست په ملي تدارکاتو اداره کې د ستراتیژيکو ارتباطاتو برخه کې د ارشد کارشناس وه چې د ۲۰۲۲-۰۶-۱ نېټې یې خپلې دندې ته په پوره صداقت او ایماندارۍ سره مټ ورکړ.
اوس مهال په خوست ولایت کې د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې د مالي او اداري چارو مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.
نوموړي ته په خپلو چارو او مسؤلیتونو کې د لوی او متعال خدای ج څخه بریالیتوب غواړو.