دوکتور اشرف عبدالی دپوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالی زوی د خوست ولایت اوسیدونکی او په قوم تڼی دی. په ۱۹۸۵ م کال کې یې نړی ته سترګې پرانیستي دي. د ښوونځي د دورې زده کړې یې د خوست په الفتح لیسه کې تر سره کړي او په ۲۰۰۲ کال کې په عالي درجه فارغ او په همدې کال کې یی دکانکور ازموینې وروسته د قندهار پوهنتون دطب پوهنځی ته لار ومونده، چې له تبدیلی وروسته د شیخ زاید پوهنتون دطب په پوهنځی کی یی طبی زده کړې تر سره او په ۲۰۱۰ م کال کې د کادري نومرو په ترلاسه کولو سره بشپړې کړې. وروسته له فراعت څخه یې د یو کال لپاره په څلورسوه بستریز روغتون کې د معاون ډاکټر په حیث د استاد او عین حال کې د عصبی جراحی په برخه کې پراکتیکي زده کړو ته دوام ورکړ. په کال ۲۰۱۱م کې هندونستان هیواد ته د تخصصي زده کړو لپاره د عامې روغتیا وزارت د رقابتي ازموینې له لارې د عصبي جراحی په برخه کې د تحصصي زده کړو لپاره د هندوستان هیواد د سوپر سپیشیلټي احتصاصي مرکز ته ( ګانګارام انستیتیوت اف پوست ګراډویټ سټډیز) GRIPMER ته ولیږدول شو، چې درې کالنې زده کړې یې د عصبی جراحی په برخه کې تر سره او د ستون فقرات د اندوسکوپیکو پروسیجرونو په برخه کې یې د خاصې علاقې له مخې د تخصص د دورې د دفاع موضوع (( Minimal Invasive Endoscopic Spine surgery تر عنوان لاندې تکمیل او لاسته راوړه.
د ۲۰۱۵م څخه تر ۲۰۱۶م کال په موده کې یې دخوست ولایت د متون بابا په روغتون کې یې د عصبی جراحی په سلهاوو پیچلي عملیاتونه کوم چې د سیمې په کچه تر هغه مهاله نه وو تر سره شوی، په بریالیتوب سره اجرا کړل او په عین وخت کې يې د احمدشاه ابدالی طبی موسسې د طب په پوهنځی کی د استاد په صفت دنده پر مخ وړله. په ۲۰۱۷ م کال کې یې د لوړو زده کړو وزارت له لوری د مسکو ښار د خلکو د دوستی په پوهنتون کې د عصبی جراحي په څانګه کی د دوکتورا د دورې بورسیې ته لار ومونده او په دې لړ کې یې د بوردینکا په نوم د نړی د عصبی جراحی په پرمختللی مرکز کې د نخامیې غدې او د قحف د قاعدې د برخې د مغلقو عملیاتونو په برخه کې لا اختصاصي زده کړې تر سره او د دوکتورا د دورې د دفاع موضوع یې د نخامیې غدې دکورتیکوتروپینوماوو د عملیاتي مداخلاتو د نوی میتودونو او ورسره د کیبر نایف او سایبر نایف د میتودونو له لارې د نوموړو تومورونو د تداوی د نوو لارو د موندنو په اړوند ولیکله. د یادونې وړ ده چې دوکتور اشرف عبدالی تر دې دمه د دنیا د عصبي جراحی د مختلفو سازمانونو غړیتیوب لري او په یو تعداد نړیوالو کنفرانسونو کې یې د څیړنې او ریسریچ موضوعات وړاندی کړی دي. په تحقیقي برخه کې ۱۰ نړیوالې لیکنې لري، چې دوه یې د نړۍ د ډیرو معتبرو ژورنالونولخوا تایید اوپه چاپ رسیدلي دي. دا مهال یی ددوکتورا دورې ازموینې ددیرو لوړو نمرو په اخستلو تیرکړي چی ددوکتورا دتکمیل وروسته به دیر ژر خپل ګران هیواد افغانستان اوخوست ولایت ته راستون شي او دعصبی جراحی په څانګه کی به داحمدشاه ابدالي طبي موسسې دطب پوهنځی په تدریسي روغتون کې دهیوادوالو په چوپړ کې شي.