د زم زم پوهنتون سره هوکړه لیک

احمد شاه ابدالي د لوړو زدکړو خصوصي مؤسسې د پکتیا زم زم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې سره د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

‎دغه هوکړه لیک د دوه اړخیزو همکاریو او د دواړو ادارو د پراختیا او پرمختیا په موخه په هغه غونډه کې چې د جنوب ختیځ زون د لوړو زده کړو څخه د ملاتړ کمیسیون په پکتیا کې د زم زم پوهنتون په کوربتوب دایره کړي وه، دزم زم د لوړو زده کړو موسسې رئیس محترم ډاکټر شیرمحمد نقشبندي او د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسې ریس پوهاند استاد ګل محمد جنت زي له خوا د زم زم لوړو زده کړو موسسې په ریاست کې لاسلیک شو.

غونډه کې د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې رئيس پوهاند ګل محمد جنت زى، د پامیر پوهنتون موسس او دې همدې کمیسيون مشر پوهنوال سيدکريم شاه نيکمل، د زم زم پوهنتون رئیس محترم ډاکټر شیرمحمد نقشبندي او د ياد کميسيون نورو غړو هم ګډون درلود.

غونډه د قران کریم په مبارکو ایاتونو شروع شوه ، چې په سر کې یې د جنوب ختیځ زون د لوړو زده کړو څخه د ملاتړ کمیسیون د ټاکلي اجنډاء له مخې په ټولو علمي او پوهنتوني موضوعاتو باندې هر اړخيز بحث تر سره شو او د لوړو زده کړو د یادو خصوصي باوري نهادونو ترمنځ په لا همغږۍ او په ګډې همکارۍ ټينګار وشو.

د غونډې په اخر کې د زم زم لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې  او د احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسې تر منځ علمي تفاهم نامه لاسلیک شوه، چې دواړه مؤسسې به ددې تفاهم نامې له مخې د یو بل سره علمي همکاري کوي.

 

Leave a Comment