د احمدشاه ابدالي اودالبیروني پوهنتون تر منځ تفاهم

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې او د کاپیسا البیروني پوهنتون تر منځ د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

تېره ورځ سه شنبه (۱۴۰۲/۷/۲۵) د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس پوهاند صیب ګل محمد جنت زي او د کاپیسا البیروني دولتي پوهنتون د رئیس مفتي وقایت الله وقار حنفي تر منځ د ګډې همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې به د دواړو نهادونو محصلین د یوه او بل له تحصیلي سهولتونو او سرچینو تر ممکنه بریده ګټه اخلي او له مخې به یې د اړیکو یو دوامدار او پایدار چوکاټ رامنځته شي.

د لاسلیک شوي تفاهم لیک په اساس به د دواړو نهادونو تر منځ د علمي، څېړنیزو، اداري پراختیا او نورو اړوندو سیمنارونو، مجلسونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو په برخه کې پوره همکاري شتون ولري.

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو مؤسسې رئیس او د کاپیسا البیرونو پوهنتون رئیس د تړون د لاسلیک پر مهال ژمنه وکړه، چې هڅه به یې دا وي، تر څو د دواړو لورو ترمنځ په مماثلو مواردو کې د تعلیمي، عملي کړنو، تجربو او تحقیقاتي موادو د تبادلې پر اساس د اداري کارکونکو، استادانو او محصلینو علمي سویه لوړه کړي.

د نشراتو مدیریت