د معالجوي طب پوهنځی

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه چې د معالجوي طب پوهنځی پخپل تشکیل کې لري.نوموړي پوهنځی د کریډیت سیستم او د لوړو زده کړو څخه انتخاب شوی کریکولم او د کریډیت لایحې تر چتر لاندې خپل درسي میتود پرمخ وړي.د معالجوي طب پوهنځی شپږ کاله تحصیلي دوره لري او ټولټال یوولس سمسترونه لري.احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه په هر تحصیلي کال کې دوه سمسترونه لري چې د شپږ کاله تحصیلي دورې وروسته یو نیم کال د ستاژ دوره هم لري.


aaihe logo

د معالجوي طب پوهنځی لپاره د نوم لیکنې شرایط:

هغه وروڼه او خویندي چې د دولسم ټولګي څخه د فراغت اسناد په لاس کې و لري،کولای شي چې د معالجوي طب لپاره نوم لیکنه و کړي.د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه د په کال کې دوه ځلې د کانکور ازموینه اخلي چې د بهاري کانکور او خزاني کانکور په نوم یادیږي.

د نوم لیکنې لپاره اړین اسناد:

د نوم لیکنې لپاره لاندې اسنادونه اړین دي:
۱: د دولسم ټولګي شهادت نامه او یا درې کلنې نمرې
۲: د تذکیرې رنګه کاپي
۳:عکسونه اته دانې د پاسپورت اندازه
۴: د نوم لیکنې پاڼه
۵: د محصل د تعهد پاڼه

تاسو کولای شی چې ځینې اړین او ضروري فورمې او پاڼې دلته ډاونلوډ کړی.

تدریسي کریکولم د فیس جوړښت د نوم لیکنې پاڼه محصل تعهدپاڼه

د معالجوي طب پوهنځی د مضامینو ډیپارټمنټونه