احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه

احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصی مؤسسه د محترم استاد پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي په نوښت په ۱۳۹۱ هجري شمسي کال کې د خوست په ولایت کې جوړه شوه، یاده مؤسسه د افعانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړو زده کړو وزارت پــه چـوکاټ کې د ( ۴۷/(۱۳۹۱/۲/۴)) رسمي جواز په رڼا کې د ۱۳۹۱ کال د جوزا په میاشت کې په رسمی ډول پرانیستل شوه. د احمدشاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصی موسسه چی اوس مهال د معالجوي طب پوهنځی ۶ اکاډمیک ټولګي چې ټولټال ۱۱ سمستره کیږي په خپل تشکیل کې لري، د کانکور لومړنی ازموینه یې د ۱۳۹۱ کال د جوزا د میاشتې په پنځمه نېټه واخېستل شوه، دا ازموینه چې د شيخ زاید پوهنتون تربشپړه نظارت لاندې په شفافه توګه ترسره شوه، (۱۲۹) تنو نارینه او ښځینه ځوانانو د طب پوهنځی د (PCB) ټولګي ته لاره پیدا کړه چې د ۱۳۹۱ کال د جوزا د میاشتې په (۱۳) نېټه يي د یاد ټولګي لومړي سمستر رسماً پیل کړ. نوموړي موسسې لومړی دوره فارغین په ۱۳۹۶ کال کې فارغ او ۵۷ تنه ځوان ډاکتران یې ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړل.



د موسسې جوړونکی

د موسسې بنسټ ایښودونکی

د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصی موسسې بنسټ د محترم پوهاند ډاکتر بادشاه زار عبدالي لخوا په ۱۳۹۱ کال کې کیښودل شو.ددې موسسې بنسټ ایښودنه نه تنها د خوست پلکه د ټول افغانستان او د افغانانو لپاره یو فخر او د علم ځای دی.

د موسسې موخې

زموږ هدف او موخې

د ابــــدالي مـــؤســــسې اداره او د طـــب پــــــوهنځــــی اســـــــتادان ژمـــــــن او متعهــــد دي چــــې خــــپلو محصـــلــینو تـــه د مســــلکی او نـــظری زده کــــړو تــــرڅــــنګ پــــه لــــوړه او مـعـــــیاري کچـــه د عــــــملي زده کـــــړو خــدمــــتونـــــه تـــــر ســــره کـــــړي تــــر څـــــو زموږ د ګران هیواد کړیدلي اولس او هیوادوالو ته د روغــــتیا پــــه ډګـــر کـــې ټـــولــــنې تــــه پــــوه،وړ،مســــلکي او تـخصـــصي کـــادرونــــه وړانــــــدې کـــــړي.

د موسسې جوړونکی

د موسسې وداني

ابدالي مـــؤسسه نـوي،عصري ښــکلي او معیاري شپږ پوړیزه ودانــي لــري، چــې د خـــوست ښــارلــویـدیــځ لــوری د (۱۲۰۰) فـامیلیو تــفریــخي پـارک ترڅــنګ د هســکې غونډی په لمن کې چې د زړه راښکونکي اوهــوسا چـاپیریال لرونکی ،موقیعت لری.نــومـــوړي وداني ټولې (۵۰) بابه محتــلفې خــونې لـري چې د لوست خونې،لابرتوارونه،کتابتون او اداري څانکې او د غونډو لوی او مناسب تالار لري. د مــــؤســـســی ودانـــــي زړه راښــکونـــکی پــــارک او ښـــکلی ګـلــخـــان لـــــري. د نـــقـلــــیه وســـــایــــطو لـــــپاره مــــــنظم تــــم ځــای لــــــــري.

د افغانستان اساسي قانون (۴۶) ماده حکم کوي چې دولت باید د لوړو زده کړو عمومي او اختصاصي سازمانونه تاسیس کړي. په دغه قانون کې د مؤثرو او متعادلو روزنیزو پروګرامونو په رامنځ ته کولو ټینګار شویدی. مؤثریت او تعادل ته د رسیدو لپاره ، د لوړو زده کړو وزارت باید د لوړو زده کړو د کیفیت ښه والي او ارزونې لپاره یو میکانیزم رامنځ ته کړي. همدا شان د افغانستان په ملي پراختیائي ستراتیژۍ کې د با کیفیته لوړو زده کړو پرآهمیت ټینګارشویدی او په خپله پالیسۍ کې يې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړوالي او خپلواکۍ ته لومړیتوب ورکړی دی. نو د لوړو زده کړو د دولتي او خصوصي مؤسسو د داسی یو باکیفیته سیستم لرل چې د افغانستان د پراختیايې او پرمختیائی اړتیاوو ځواب ویونکی وۍ، د لوړو زده کړو د ملی ستراتیژيک پلان (۱۳۹۴-۱۳۹۹) د پورته یاد شویو اصولو، اړتیاؤ او غوښتنو له مخې د لید لوري په توګه مطرح شوی دی. د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصی مؤسسه هم د لوړ زده کړو وزارت د اصولو، فوانینو،مقرراتو،حکمونو او لارښونو په رڼا کې ډیر شهرت پیداکړ او ډیر شمیر نارینه او ښځینه شاګردان او محصلین يې جذب کړی او الحمدالله نن ورځ ( ۵۷ ) تنه ځوان ډاکټران چې له هغې څخه ( ۲۳ ) نارینه او پاتې ( ۳۴ ) ښځینه دی. د لومړی ځل لپاره فارغ او د هیواد او سیمی په کچه د طبی خدمتونو لپاره په بریالیتوب سره ټولنې ته وړاندې کوي. د یادولو وړ ده چې د خصوصی لوړو زده کړو او دولتی لوړو زده کړو د فراغت آسناد، د لوړو زده کړو ، وزارت ته کټ مټ یو شان دی او دواړه یو شان حقوق او امتیازات لری.

په درنښت!
د لوړو زده کړو وزیر

علم زده کړه که په چین کې هم وي.
دا یوه معقوله او مشهوره وینا ده چې موږ یې له پوهانو او عالمانو څخه د پند په ډول اورو،خو علم شتمني ده،علم د جهل تورې تیارې سبا کوي،او روښنایي راوړي.یو عالم وایي چې له زانګو څخه تر قبره پورې علم زده کړه.د علم سره چې عمل نه وي نو د یوې بې میوې ونې په مثال دی،علم زده کړه او نورو ته یې ور زده کړه،له ځانه شمع جوړه کړه تر څو نورو ته مو رڼا ورکړی وي.ګرانو هیوادوالو راځی چې دا کړیدلی اولس د علم په برکت سره د ټولې نړی سیال و ګرځوو او زموږ دا اوسنی بدبختی د علم په حاصلولو سره له منځه یوسو.دا مه ګوره چې څراغ د چا په لاس کې دی،خو د څراغ له رڼا څخه یې ګټه پورته کړه. د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړو زده کړو وزارت سره په رسمي ډول ثبت ده، او د معالجوي طب په برخه کې د ګرانو هیوادوالو لپاره لوړې زده کړې برابرې کړیدي ترڅو ځوان علمي کادرونه ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي. د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې د کریډیټ درسي سیستم او درسي کریکولم پر مخ وړي. شفافیت،معیار او لوړکیفیت زموږ د لومړنیو هدفونو څخه دي.د علم او پوهې لوړول او د با تجربه،مسلکي او وړ کادرونو جوړول او روزل زموږ یواځینی هدف دی. د لوی خدای ج څخه د ګران افغانستان لپاره د تل پاتې سولې غوښتونکی یم. تل دې وي اباد افغانستان، تل دې وي سوله او ورووالي د افغانستان په شته قومونو کې.ژوندی دې وي افغانستان.

په درنښت
پوهاند دوکتور بادشاه زار عبدالي
د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسې بنسټګر

د سلامونو او نیکو هیلو په وړاندې کولو! د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د جنوب ختیځ زون په خوست ولایت کې قرار لري او په ۱۳۹۱ کال کې یې د طب په برخه کې ګرانو هیوادوالو لپاره د لوړو زده کړو خدمتونه پیل کړل.د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه د لوړو زده کړو وزارت سره رسما ثبت شوي او په ۱۳۹۶ کال کې یې لومړی دوره فارغین ورکړل او د ستاژ لپاره معرفي شول. د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسې هدف او موخه یواځې د با تجربه،مسلکي او د باکیفیته علمي کادرونو روزل دي تر څو د هیواد او نړی په کچه د بشریت لپاره د خدمت مصدر و ګرځي. موسسه تل هڅه او کوشش کوي چې په نړیوال میتود د لوړو زده کړو وزارت تر چتر لاندې درسي سهولتونه رامنځته کړي او ډیر ژر به نوموړي موسسه د روغتیا نړیوالې ادارې WHO سره ثبت شي او همیشه هڅه کوي چې د کیفیت لوړولو لپاره نوي میتودونه په لاره واچوي.

په درنښت
پوهاند ګل محمد جنت زی
د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسې رئیس