د احمدشاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د مجربو،مسلکي، زړه سوانده او په وطن مینو استادانو د هیواد او مسلک سره د سترې مینې، د ایماني او وجداني احساساتو پربنسټ ژمنه کوي چې د هیواد د بچیانو روزنه به په مسلکي او اسلامي روحیه سره ترسره کوي او دغه د ستونزو ډک کاروان به تر منزله رسوي .
د ډیر لوی ویاړ ځای دی چې د هیواد خلکو،پوهنې او پرمختګ سره د ژورې مینې څښتن شخصیت، د احمدشاه ابدالي د لوړ طبي زده کړو بنسټګر محترم استاد پوهاند دوکتور بادشاه زار هغه هیلې چې په علمي ډګر د خدمت په موخه درلودې په ریښتیا بدلې شوي دي.
پوهاند دوکتور بادشاه زارعبدالي خوست میشتو خویندو، وروڼو او په ټوله کې د هیواد د ټولو هغو بچیانو لپاره چې په کالونو کالونو يي دتحصیل ارمان په زړونو کې درلود، د داسې علمی بنسټ ډبره کېښوده چې د تاريخ په اوږدو کې به يي نوم د فرهنګي او علمی نوښتګرو په زرینو کرښو کې پا تې شي.
د استاد نه ستړي کیدونکي هیلې ځلې او پاک ارمانونه به د هیواد دهر بچي په زړه کې د نسلونو نسلونو لپاره ژوندي او ځلانده وي.
استاد عبدالي ته د خپلې نه ستړکیدونکې مبارزې د پایلې مبارکي وایم او دلوی څښتن له دربار څخه ورته د اوږد عمر، سالمې روغتیا اولانورو بریاوو هیله کوم.
پوهاند ګل محمد جنت زی