خوست ښار، پارک ته نږي پارک د تاسیس کال ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۲۱ افغانستان
info@aaihe@gmail.com
771172665 (93)

احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه اود منځنیو طبي زده کړو انستیتیوت د روغتیایي زده کړو معتبر علمي مرکز

بنسټ ایښودونکي پیعام

احمد شاه ابدالي د لوړو ذده کړو موسیسي د بنسټ ایښودونکي پیعام

ډیر خوښ یم پدی چي د احمد شاه ابدالي د لوړو ذده کړو موسیسی د ویب پاڼي مو لیدنه وکړي ډیر باور لرم په خپله اداره باندي چي تاسو ته یی ترټولو ښه زمینه برابره کړه ډیر زیات خوشخاله یم چي کولي شم ستاسو د علمي برنامي په پوره کولو کي مرسته کولي شم نو زه په چټکي سره پدي کوشش کي یم چي د تعلیمي بدلون سره اقتصادي بدلون هم رامنځته کړو نو د دي لپاره چي د معاصري تیکنالوجۍ نه ګڼه واخستل شي نو زمونږ زیاتره درسي مواد به د دي ویب پاڼي له لاري تاسو سره خپریږي زمونږ ګران هېواد افغانستان د اوږدې مودې راهیسې د تپل شويوجګړوله امله نه يوازې وران او په کنډولو بدل شوی دی بلکې د خاورې او وطن څخه د دفاع په لار کې مو زيات شمېرځوانان او سپین ږيري شهيدان شوي دي، زياتې ميندې کونډې،زياتې خویندې بې وروره او زیات شمېر تنکي ماشومان مو یتیمان شوي دي. سربېره پر دې د علمي ډګر په بېلا بېلو برخو کې په زرګونو با استعداده وطن پرستو کادرونو خپل ژوند د لاسه ورکړی چې ددوی د تشې سره زموږ ملي ،علمي او فرهنګي ارزښتونه هم دړې وړې شوي دي. روانه څلوېښت کلنه غميزه د وطن هر با احساسه بچي ته دا پيام ورکوي چې د وطن په بيا ودانولو کې د خپل وس او توان سره سم هلې ځلې فرضي و جيبه وګني . د هېواد سره د ژورې مينې او ملي ګټو ته دژمنتيا پر بنسټ مې دا د ځان لپاره فرض وګڼل چې خپل درديدلی،زاوریدلی وطن او رنځور اولس ته د روغتیا ساتنې په برخه کې د اسلام مقدس دين تر سيورې لاندې د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه غوره،ښایسته او په وطن مین کادرونه ټولنې ته وړاندې کړم . د ډېرو هلو ځلو وروسته مې د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت د لوړو زده کړو محترم وزارت ځخه د خوست د سرحدي ولایت د خصوصي سکتور په چوکاټ کې د احمد شاه ابدالي د لوړو طبي زده کړوخصوصي موسسې د ایجادولو لپاره په(۴۷/(۱۳۹۱/۲/۴)) ګڼه رسمي جواز تر لاسه کړ . زه دغه لاسته راوړنه نه يوازې د خپل ځان بلکې د خوست مېشتو غريبو اولسونو او په ټوله کې د ټولو هېوادوالو له پاره يو لوړ افتخار بولم .ددغې موسسې د لا پرمختګ په موخه د لوی خدای(ج) دربار ته د دوعا لاسونه نیسم او د خپلوټولو استادانو او همکارانو لاس نیوی غواړم . په درنښت د تل پاتې او سمسور افغانستان په هیله د احمدشاه ابدالي د لوړو طبي زده کړو خصوصي موسسې بنسټګر پوهاند ډاکتر پادشاه زار عبدالي