خوست ښار، پارک ته نږي پارک د تاسیس کال ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۲۱ افغانستان
info@aaihe@gmail.com
771172665 (93)

احمد شاه ابدالي لوړو زده کړو خصوصي موسسه اود منځنیو طبي زده کړو انستیتیوت د روغتیایي زده کړو معتبر علمي مرکز

په باره کي

احمد شاه د لوړو ذده کړو د موسیسي په باره کي

د احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د محترم استاد پوهاند ډاکټر بادشاه زار عبدالي په پانګونه او نوښت په ۱۳۹۱ ه ش کال په خوست ولایت کې جوړه او ياده مؤسسه د افغانستان اسلامي جمهوریت د لوړوزده کړو وزارت په چوکاټ کې د ( ۴۷ ) نمبررسمي جواز په درلودلو د ۱۳۹۱ ه ش کال د جوزا په مياشت کې په رسمي ډول پرانيسته وکړه .او يادې مؤسسې د محصلانو د جذب لړۍ پیل کړه . د احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي مؤسسه د معالجوي طب پوهنځې لري چې ترڅنګ یې د عامې روغتیا وزارت د پوهاند سیدالف شاه غضنفر انستیتوت په چوکاټ کې د منځینیوطبي زده کړو انستیتوت ( عالي نرسنک، قابلګي، طبي تکنالوجي او راډیولوژي، د غاښونو پروتیز او فارمسي څانګې ) هم فعالیت کوي. یاده دې وي چې احمد شاه ابدالي د لوړو زده کړو خصوصي موسسه د نړیوال روغتیایي سازمان سره ثبت او رجستر شوی موسسه ده. د نورو مالوماتو لپاره دغه لینک کلیک کړئ: Https://search.wdoms.org/